اروپایي ټولنه پر روسیې د احتمالي بندیزونو په اړه غونډه کوي

د روسیې بیرغ

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن پر روسیې د احتمالي بندیزونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډه کوي.

دوی د فرانسې او جرمني په هغه وړاندیز بحث کوي چې ویلې یې دي، د روسیې د مخالف الکسي ناوالني مسمومولو کې ښکېلو روسانو او د نوويچوک زهري موادو د تولید پر بنسټ باید بندیزونه ولګول شي.

دا وړاندیز وروسته تر دې وشو چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د اکټوبر په شپږمه تأیید کړه چې په جرمني، فرانسه او سویډن کې لابراتوارونو ښودلې چې ناوالني په زهري موادو مسموم شوی دی.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نننۍ غونډه کې دغه‌راز د بلاروس پر وضعیت، د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړې او قرغزستان کې له ټاکنو وروسته کرکېچن حالت باندې هم خبرې کوي.