بلاروس کې شااوخوا ۵۰۰ کسان د پولیسو له‌خوا نیول شوي

بلاروس کې د پولیسو له‌خوا نیول شوي لاریون کوونکي

په بلاروس کې پرون څه باندې ۵۰۰ کسان د مظاهرو پر مهال د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

۲۰ تنه نیول شوي کسان ژورنالېستان یاد شوي.

په بلاروس کې خلک د اګسټ نهمې ټاکنې چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکاشینکا بریالی اعلان شوی له درغلیو ډکې او ناقانونه بولي.

دوی د الکساندر لوکاشینکا پر ضد هره اوونۍ شنبه او یکشنبه مظاهرې کوي چې تر اوسه په‌کې زرګونه کسان بندیان شوي.

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو ویلي چې د مظاهرو پر مهال امنیتي ځواکونو مظاهره‌چیان ځپلي او دا وضعیت دوی ته د منلو نه‌دی.

د بلاروس د واکمن رژیم مخالفین په تېره بیا د ولسمشرۍ ټاکنو پخوانۍ کاندیده سویتلانا تخانوفسکایا وايي چې ټاکنې اصلاً دې ګټلي، خو لوکاشینکا په درغلیو او زور ځان بریالی اعلان کړی.

لوکاشینکا له ۲۶ کلونو راهیسې په بلاروس واک چلوي.