اذربایجان او ارمنستان یو بل له اوربند نه پر سرغړونې تورنوي

اذربایجان او ارمنستان شااوخوا دوه اوونۍ په نګورنو قره‌باغ باندې توده جګړه وکړه چې په‌کې شااوخوا ۲۵۰ کسان ووژل شول.

د اذربایجان چارواکو په ارمنستان تور لګولی چې له اوربند یې سرغړونه کړې او په ګنجه برید کړی.

اذري چارواکو ویلي چې په ګنجه ښار چې د اذبایجان دوهم لوی ښار دی یکشنبه ارمنستان څو واره بریدونه وکړل او په نتیجه کې یې ۸ کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

د ارمنستان د دفاع وزارت د باکو دا ادعا بې‌اساسه وبلله او اذربایجاني ځواکونه‌یې تورن کړل چې د نګورنو قره‌باغ په ځینو سیمو یې بریدونه کړي.

اذربایجان او ارمنستان د جمعې په ورځ د روسیې په منځګړیتوب اوربند وکړ، خو دا څو ورځې یو بل د دې اوربند په ماتولو تورنوي.

اذربایجان او ارمنستان شااوخوا دوه اوونۍ په نګورنو قره‌باغ باندې توده جګړه وکړه چې په‌کې شااوخوا ۲۵۰ کسان ووژل شول.