د هلمند چارواکي: د لښکرګاه د څلورمې حوزې د بېرته نیولو هڅې پیل شوي

ارشیف، هلمند کې یو شمېر افغان ځواکونه

د هلمند د والي دفتر وايي له طالبانو د مرکز لښکرګاه د څلورمې حوزې د بېرته نیولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

د والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو د باباجي له ځینو پوستو تاکتیکي شاتګ کړی دی.

ښاغلی ځواک زیاتوي: "په سیمه کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې مېشتې دي، د دې لپاره چې هلته ولس ته تلفات او زیان وانه‌وړي پوستو تاکتیکي شاتګ کړی دی. هدف دا دی چې د بېرته نیولو هڅې یې روانې دي."

تر دې مخکې د هلمند چارواکو له تېرې شپې په باباجي او ورڅېرمه سیمو کې د وسله‌والو جګړو له کبله ۲۳ وسله‌والو طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبره کړې وه.

وسله‌والو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.