ملاله یوسفزۍ: نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځیو ته نه‌شي تلی

ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي په نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځیو ته نه‌شي تلی او دا خطر شته چې د کرونا ویروس له کبله ۲۰ میلیونه نورې نجونې هم له تعلیمه بې‌برخې شي.

نن د اکټوبر ۱۱مه د وړو نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده او سږ کال په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې اوس هم د ګڼو ستونزو له کبله د نجونو تعلیم ته کافي پام نه‌کېږي.

ملالې یوسفزۍ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، غواړي په افغانستان او سیمه کې هرې نجلۍ ته د زده‌کړو امکان برابر شي.

اغلې یوسفزۍ زیاتوي: "د کال په هره ورځ د جینکو تعلیم او د هغوی حقونه هغومره مهم دي چې نن‌یې خبره کېږي، نو په‌کار ده چې هڅې روانې وساتو او زه غواړم په دې سیمه کې هرې یوې نجلۍ ته تعلیم ورکړل شي."

«د وړو نجونو ورځ» له ۲۰۱۲ کال راهیسې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې لمانځل کېږي.