د مجرمینو په وړاندې د وسلې کارولو په اړه پولیسو ته د اندرابي امر

ارشیف، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر پولیسو ته امر وکړ، د هر هغه مجرم په وړاندې وسله وکاروي چې بغاوت کوي.

مسعود اندرابي دا سپارښتنه په داسې حال کې ورکړې چې په کابل کې په وروستیو کې ناامني او جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر له‌خوا پولیسو ته ځانګړې سپارښتنې وشوې.

ښاغلی ارین زیاتوي: "پولیسو ته‌یې امر وکړ چې د مجرمانو او د ناامنیو د ټولو عواملو په وړاندې جدي چلند وکړي. د هغو مجرمانو په وړاندې چې بغاوت او یا هم مقاومت کوي وسله وکاروي او د ډزو حق لري او حتی کولای شي ویې‌ځپي. دا د پولیسو منسوبینو ته د کورنیو چارو وزیر څرګند دستور و."

په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د «کابل امن نه‌دی» له هشتګ سره یو کمپاین پیل شوی او خلکو له امنیتي چارواکو د خوندیتوب او د جنايي پېښو د کابو کولو غوښتنه کړې ده.