په تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي او تمه کېږي چې امام علي رحمان د بلې اووه کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
چارواکي وايي د هغو کسانو له ډلې چې د رایو لپارهیې نومونه لیکلي، ۲۰ فیصدو یې د رأی ورکولو مرکزونو د پرانیستلو په لومړیو درېیو ساعتونو کې رایې ورکړې.
اقتدارپلوه امام علي رحمان چې له ۲۸ کلونو راهیسې په واک کې دی، د ولسمشرۍ څلور پرلهپسې دورې ګټلې دي.
په تاجکستان کې یو انتخابات هم د غربي څارونکو لهخوا ازاد او عادلانه نهدي بلل شوي.