د ټرمپ انتخاباتي کمپاین د طالبانو ملاتړ په کلکه رد کړ

د امریکا بیرغ او یو شمېر طالب جنګیالي

وروسته له دې چې طالبانو د ډونالد ټرمپ د بیا انتخابېدو ملاتړ وکړ، د ټرمپ د انتخاباتو د کمپاین یوه مسؤل د طالبانو ملاتړ په کلکه رد کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ له سي بي اېس نیوز سره په مرکه کې وویل چې دوی د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ د بیا انتخابېدو ملاتړ کوي.

مجاهد دغه‌راز ویلي، کله چې خبر شول چې د ولسمشر ټرمپ کرونا مثبته ده، د نوموړي د روغتیا په اړه اندېښمن شول، خو اوس ورته داسې ښکاري چې د ټرمپ روغتیا په ښه کېدو ده.

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ارتباطاتو رئيس ټیم مورتاګ د طالبانو ملاتړ په کلکه رد کړ او ویې‌ویل، طالبان باید پوه شي چې امریکا به په هره وسیله خپلې ګټې خوندي کړي.