د کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ د صرافانو ټولنې مشر د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.
د وزارت ویاند طارق ارین تېر ماخوستن رسنیو ته ویلي چې حاجي عبدالقیوم روغ رمټ دی او موضوعیې څېړل کېږي.
نوموړی نږدې میاشت وړاندې په مزار شریف ښار کې جومات ته پر لار وتښتول شو.
ارین نهدي ویلي چې پولیسو په دې تړاو څوک نیولي هم دي او که نه.