په زابل کې د طالبانو له زندانه ۴۳ بندیان راخوشې شوي

د یو شمېر خوشې شویو بندیانو انځور

په زابل ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۴۳ بندیان راخوشې شوي چې ډېری یې امنیتي سرتېري دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي آزادي راډیو ته وویل چې دا زندان تېره شپه په شاه جوی ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا مات شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د ۴ ملکیانو په ګډون ۲۰ تنه آزاد شوي کسان قلات ښار ته لېږل شوي او پاته نور د زابل په نورو سیمو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای شول."

ښاغلي احمدزي په دي اړه چې دغه کسان څه وخت او چېرې نیول شوي وو ، نور جزییات نه دې ورکړي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.