ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز کمپاین بېرته پیلوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین د بېرته پیلېدو اعلان وکړ.

تمه ده د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین یوه غونډه د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ او بله یې د اکتوبر پر دولسمه په فلوریدا ایالت کې ترسره شي.

د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه چې د ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس آزموینه مثبته اعلان شوه، نوموړي خپلې ټاکنیزې غونډې نه دې کړي.

ولسمشر ټرمپ درې ورځي په روغتون کې تېرې کړې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنو ته تر څلورو اونیو لږ وخت پاتې دی.