د اکټوبر ۱۰مه د اعدام ضد ورځ؛ ایران کې د بندیانو لپاره کمپاین پیل شوی

ارشیف، ایران کې د اعدامونو لړۍ

نن د اکټوبر ۱۰مه د اعدام د سزا ضد نړیواله ورځ ده. د دې ورځې په درشل کې د ایران او نړۍ د بشري حقونو ډلو او د رسنیو د ازادۍ فعالانو په ایران کې د اعدام په سزا محکومیت غندلی دی.

د بې‌سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی او د ایران د بشري حقونو د مدافعانو مرکز په دې مناسبت پر ټولنیزو شبکو یو کمپاین پیل کړی چې سرلیک‌یې دی د ایراني خبریالانو او نورو باضمیره بندیانو ژوند وژغورئ.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون «FIDH» چې د هغه مرکز هم په پاریس کې دی د اکټوبر په اتمه په خپل راپور کې وویل چې ایران تېر کال ۲۵۱ کسان او د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۹۰ کسان اعدام کړي دي.