پاکستان کې ټیک ټاک ټولنیزه شبکه بنده شوه

پاکستان کې ټیک‌ټاک کارول

د پاکستان د مخابراتو اداره په دې هېواد کې د چین ټیک‌ټاک ټولنیزې شبکې د بندېدو خبر ورکوي او وايي، ټیک‌ټاک د غیر اخلاقي او د فساد خپروونکو موادو په فلتر کولو کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان د مخابراتو د تنظیم اداره «PTA» پرون جمعه وویل چې دا پرېکړه‌یې د ټولنې د بېلابېلو ډلو د شکایتونو پر اساس کړې ده.

ټیک‌ټاک وايي، په هغو ځایونو کې چې د لنډو وېډیوګانو د شریکولو دا شبکه بازار ته وړاندې کوي، نو قوانین‌یې هم په پام کې ونیسي. دې چینايي کمپنۍ په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان د مخابراتو د تنظیم له ادارې سره په منظم تماس کې ده او دې تماسونو ته به دوام ورکړي.

ټیک‌ټاک هیله څرګنده کړې ده چې «PTA» سره به یوې موافقې ته ورسېږي څو وکولای شي په پاکستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.