د افغانستان، امریکا او ترکمنستان غونډه کې له افغان سولې د ملاتړ غوښتنه

د افغانستان، امریکا او ترکمنستان درې اړخیزه غونډه

د افغانستان، متحده ایالاتو او ترکمنستان په درې اړخیزه غونډه کې د سیمې په کچه د افغانستان د سولې د هڅو د ملاتړ غوښتنه شوې.

په دې غونډه کې چې پرون د تلې په ۱۸مه نېټه جوړه شوه، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دیوید هېل د وېډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.

د دې غونډې په اعلامیه کې د سیمې له هېوادو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکراتو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه او پراختیا د دایمي سولې یو مهم شرط بلل شوی دی او همداراز په ټولو چارو کې د ښځو د بامفهومه ګډون پر اړتیا ټینګار شوی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د دې غونډو لړۍ به دوام وکړي.