اذربایجان او ارمنستان له اوږدې شخړې وروسته خبرې کوي

د ازربایجان او ارمنستان ترمنځ شخړه

ټاکل شوې چې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران د دغو هېوادونو ترمنځ له نږدې دوه اوونیو شخړو وروسته د لوړې کچې لومړنۍ خبرې وکړي.

هیلې دا دي چې په مسکو کې به د نن ورځې دا خبرې د نګورنو قره باغ جلا شوې سیمې پر سر د راپورته شوې جګړې اوربند ته لاره هواره کړي.

دا لیده کاته وروسته تر دې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغو مشرانو ته بلنه ورکړه او ویې‌ویل چې په نګورنو قره باغ کې باید پوځي اقدامات و درول شي.

د روسیې ترڅنګ فرانسه او امریکا هغه هېوادونه دي چې د اذربایجان او ارمنستان د شخړې د هواري منځګړیتوب کوي.