د هند د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

عبدالله عبدالله او د هند د بهرنیو چارو وزیر

د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هڅو ملاتړ او له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

سوبرا مینیام جي شنکر نن د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي، افغانستان کې سوله هند کې د سولې په معنا ده.

عبدالله دغې کتنه کې ویلي، افغانستان کې د سولې لپاره استثنایي فرصت برابر شوی چې باید له لاسه ونه وځي.

هند ته د ښاغلي عبدالله د سفر نن څلورمه او وروستۍ ورځ ده.