د نوبل د سولې جایزه سږکال د خوړو نړیوال سازمان یا (ډبلیو.ایف.پي) ته ورکړل شوه.
په ناروې کې میشتې د نوبل کمیټې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه سازمان تهیې د لوږې په وړاندې د دوی د هڅو په خاطر دغه جایزه ورکړې ده.
د خوړو نړیوال سازمان جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې د کمولو او د خوړو د تأمین لپاره کار کوي.
دغه سازمان افغانستان کې هم د جګړو او طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته مرستې رسوي.