د سپینې ماڼۍ معالج ډاکتر: ډونالد ټرمپ خپله درملنه بشپړه کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د سپینې ماڼۍ معالج ډاکټر وايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله درملنه بشپړه کړه او کولای شي سر له سبا شنبې په عامو مناسبتونو کې راڅرګند شي.

ډاکټر شان کونلي وویل، په کرونا ویروس د ولسمشر ټرمپ د اخته کېدو لس ورځې پوره شوې، د پرمختللي تشخیص بهیر ته په پام د معالجې ډلې ارزونه دا ده چې اوس په عامو ځایونو کې د ولسمشر ټرمپ حضور، بې ضرره دی.

ډونالډ ټرمپ په کرونا ویروس یا 'کوویډـ۱۹' ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته درې ورځې په روغتون کې هم تېرې کړې.

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو، فکر نه کوي چې ساري ناروغي دې ولري، ځکه د ښه والي احساس کوي او کولای شي په کمپایني غونډو کې برخه واخلي.

دغو څرګندونو په روغتیايي متخصصانو کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنې ځکه ولاړې کړې وې، چې د ولسمشر ټرمپ په کمپایني غونډو کې ګڼ برخوال ماسکونه نه کاروي.