د نوبل د ادبیاتو سږنۍ جایزه امریکايۍ شاعرې لوییز ګلوک وګټله

لوییز ګلوک

د نوبل د ادبیاتو سږنۍ جایزه امریکايۍ شاعرې لوییز ګلوک وګټله. ۷۷ کلنه ګلوک «Louise Gluck» د امریکا د معاصرو ادبیاتو تر ټولو مخکښه شاعره ده.

د سویډن د نوبل اکاډمۍ دایمي مشر ماتس مالم «Mats Malm» نن د دې اعلان پر مهال وویل: "د ۲۰۲۰ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه لوییز ګلوک ته د هغه بې‌عیبه شاعرانه اواز په خاطر ورکول کېږي چې فردي هستي د ډېر ښایست په مرسته نړیوال کوي."

مېرمن ګلوک د امریکا د بشریت د مډال او پولېتزر په ګډون څو نورې معتبرې جایزې هم ګټلې دي.

د ۱،۱ میلیون ډالرو په ارزښت د نوبل جایزه د ډینامیټ د مخترع الفرد نوبل په نوم نومول شوې ده چې د هغه له وصیت سره سم له ۱۹۰۱ کال راهیسې د بشري پرمختګ په بېلابېلو برخو کې مخکښو څېرو ته ورکول کېږي.