د ارمنستان ولسمشر ارمېن سرکیسیان د دې هېواد د ملي امنیت د خدماتو د ادارې مشر له دندې لیرې کړ.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د نګورنو قرهباغ د لانجمنې سیمې پر سر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړه لاهم روانه ده.
ولسمشر سرکیسیان د ملي امنیت ادارې د مشر ارګیشتي کیارامیان د لیرې کېدو په فرمان کې چې نن د اکټوبر په اتمهیې لاسلیک کړ، ویلي چې دا پرېکړه د صدراعظم نیکول پاشینیان د غوښتنې په اساس شوې ده، خو د دې پرېکړې د علت په اړه څه نهدي ویل شوي.