عبدالله: د سیمه‌ییز ملاتړ د جلب په مقصد د سفرونو لړۍ به دوام وکړي

عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د سیمه‌ییز ملاتړ د جلب په مقصد د سفرونو لړۍ به‌یې دوام وکړي.

ښاغلي عبدالله چې د سې شنبې په ورځ هند ته ورسېد، نن په نوې ډېلي کې د هند د دفاعي او تحلیلي مطالعاتو په انسټټیوټ کې د وینا پر مهال وویل چې په دې ترڅ کې به د ده بل سفر ازبکستان ته وي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "زموږ بل سفر به ازبکستان ته وي. د ټولو خبرو محتوا د سولې په اړه ده او دا چې څنګه هر هېواد او هر دولت کولای شي چې په دې برخه کې مثبته او سالمه ونډه ترسره کړي."

ښاغلي عبدالله نن له دې څرګندونو مخکې د هند له صدراعظم سره وکتل. نرېندرا مودي ښاغلي عبدالله ته وویل هغه سوله چې افغانان‌یې ومني، د هند لپاره هم د منلو وړ ده.