نرېندرا مودي: هغه سوله چې افغانان‌یې ومني د هند لپاره هم د منلو ده

د عبدالله عبدالله او نرېندرا مودي لیدنه

د هند صدراعظم نرېندرا مودي وايي، هغه سوله چې افغانان‌یې ومني د هند لپاره هم د منلو وړ ده.

ښاغلي مودي دا څرګندونې نن په نوې ډېلي کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وکړې.

د ازادي راډیو خبریاله له نوې ډېلي څخه راپور راکوي چې د هند صدراعظم د افغانستان د ملي مصالحې مشر ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات ملاتړ کوي.

ښاغلي مودي ویلي که په افغانستان کې سوله ټینګه شي، نو د ترورېستي فعالیتونو مخه به ونیول شي.