چارواکي: فاریاب کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې اته تنه وسله‌وال طالبان له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله تېره شپه د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په اَنه بېک سیمه کې پر افغان ځواکونو د ډله‌ییز برید پر مهال واوښته.

هغه زیاته کړه: "په دې نښتو کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي. همداراز د دښمن په ډزو یو ملکي وګړی ټپي شوی دی."

ښاغلی یورش وايي چې په جګړه کې دولتي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.