چک او جرمني کې په یوه ورځ د کرونا ۹،۳۹۳ مثبتې پېښې ثبت شوي

په کرونا اخته شوی کس

د چک جمهوريت په یوه ورځ کې د کرونا ۵،۳۳۵ او جرمني له ۴،۰۵۸ زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړې.

د دواړو هېوادونو روغتیایي چارواکو د کرونا د نویو مثبتو پېښو خبر پرون داسې مهال ورکړل چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د دغه ویروس بیا چټکې خپرېدو ته اندېښمن دي.

په چک جمهوریت کې دا په یوه ورځ کې د کرونا د ثبت شویو مثبتو پېښو یو نوی ریکارډ دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د ۴،۴۵۷ پېښو ریکارډ ټینګ شوی و.

په دغه هېواد کې چې نفوس‌یې ۱۰ میلیونه اووه لکه دی، د نفوسو په تناسب‌یې د کرونا ویروس پېښې په تېرو دوو اوونیو کې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې دي.

دغه وضعیت ته په پام چارواکو په دې هېواد کې له تېرې دوشنبې راهیسې د دوو اوونیو په مخه بېړنی حالت اعلان کړی دی.

جرمني چې تر دې یوه ورځ مخکې د سې شنبې په ورځ د کرونا ۲،۸۲۸ مثبتې پېښې ثبت کړې وې، خبرداری ورکړ چې هېواد ښایي پر کرونا کنټرول له لاسه ورکړي.