نورستان کې نن هم ټول روغتیایي مرکزونه بند دي 

نورستان کې تړل شوی روغتیايي مرکز

په نورستان کې نن هم ټول روغتیایي مرکزونه د اعتصاب له امله بند دي.

په دې ولایت کې روغتیایي کار کوونکو له تېرې یکشنبې راهیسې د کار نه‌کولو اعتصاب کړی دی. دوی وایي چې څو میاشتې تنخواوې نه‌دي ورکړل شوي او روغتیایي مرکزونو ته‌یې درمل او نور اړین طبي وسایل نه‌رسېږي.

د نورستان په مرکز پارون کې د روغتون ډاکتر احمد شاه د دغه اعتصاب د پیلېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "کلینیکونه نور له سقوط سره مخ شول او د درملنې په برخه کې د ناروغانو حقونه نه پر ځای کېدل، بالاخره مجبوره دې ته شو چې د یوه نهایي اقدام په توګه د ټولو کلینیکونو د بندولو پرېکړه وکړو."

یو شمېر نورو ډاکترانو او روغتیایي کار کوونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د کار نه‌کولو اعتصاب ته ځکه مجبوره شول چې په دا ډول وضعیت سره نه‌یوازې دا چې د خپل ژوند ورځنۍ چارې په سختي مخ ته وړي، نه‌شي کولای چې د ناروغانو سمه درملنه وکړي.

د دغه اعتصاب تنظیموونکي وایي، دغه ستونزه‌یې د افغانستان پر روغتیا وزارت سربېره له جمهوري ریاست او د ملي امنیت له شورا سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه‌یې چا غم نه‌دی خوړلی.

روغتیایي کارکوونکي وایي تر هغو چې د دوی غوښتنې منل شوې نه‌وي روغتیایي مرکزونه او کلینیکونه به بېرته پرانیزي.

په نورستان کې ټول ۴۲ روغتیایي مرکزونه موجود دي چې له ۲۴۰ زیات ډاکتران او نور روغتیایي کارکونکي په‌کې دندې اجرا کوي.