خلیلزاد: ډېری افغانان په افغانستان کې د روانې جګړه پای غواړي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، اکثریت افغانان غواړي چې په هېواد کې یې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه دا خبره پرون له دوحې د یوه وېډیويي کنفرانس له لارې د شیکاګو د پوهنتون په پیرسن انسټټیوټ کې یوې غونډې ته وکړه.

خلیلزاد په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته محتاطانه هیله‌مندي وښوده او ویې‌ویل د ده په باور طالبان د خبرو په اړه ډېر جدي دي.

هغه زیاته کړه چې ډېرو داسې ګومان کاوه چې طالبان به د افغانستان له دولت سره د خبرو د مېز تر شا کېني او یوازې غواړي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یوه موافقه وکړي.

خو اوس عملاً وینو چې دوی خبرو ته ناست دي.

ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د شخړو پر زیاتوالي اندېښنه وښوده، خو د دې یادونه‌یې هم وکړه چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې د ملکیانو او د امنیتي ځواکونو د غړو تلفات کم شوي دي.