امریکایي څارنوالانو د داعش دوه غړي چې د بریتانیا دي د څلورو امریکایي برمتهوو په وژلو تورن کړل.
الکساندا کوټي او الشافعي الشېخ به نن د ویرجینیا په الکساندریا کې فدرالي محکمې ته وړاندې شي.
د داعش یو بانډ چې دا دوه کسان هم له ادعا سره سم پهکې وو په عراق او سوریه کې په ۲۰۱۴ کال کې د دوو امریکایي خبریالانو جېمز فولي او سټیفن سوتلوف سرونه له تنې بېل کړل او همداراز یې د دوی دوه همکاران پیتر کسایګ او کایلا مولر ووژل.
داعش د دې کسانو فلم هم اخیستی و او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړ.
د امریکا د ملي امنیت لپاره د لوی څارنوالۍ مرستیال جان ډیمرز په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل: "د نن ورځې اعلان د ډېرو کلونو سخت کار نتیجه ده چې د دې امریکایانو لپاره عدالت تأمین شي."
د داعش د دې بانډ مشر محمد اموازي چې په جهادي جون مشهور و په ۲۰۱۶ کال کې د بېپلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.