عبدالله عبدالله له نرېندرا مودي سره پر افغان سوله خبرې کوي

عبدالله عبدالله

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د عبدالله عبدالله د نننیو لیدنو کتنو په اړه د ده ویاند مجیب رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "له صدراعظم او د هند له بهرنیو چارو وزیر سره به وګوري او په ورته وخت کې به د مصالحې عالي شورا مشر نن د هند د دفاعي او تحلیلي مطالعاتو په انسټټیوټ کې خبرې وکړي."

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ له کابله نوې ډېلي ته ولاړ. دی تېره اوونۍ اسلام‌اباد ته تللی و.

دا سفرونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې طالبان په دوحه کې د افغان دولت له پلاوي سره د سولې د خبرو پر طرزالعمل خبرې کوي.

دا خبرې د سپټمبر په ۱۲مه پیل شوې او په پرانیستونکې غونډه کې یې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د وېډیو کنفرانس له لارې برخه واخیسته او ویې‌ویل چې داسې سوله باید وشي چې د هند پر ضد له افغان خاورې استفاده ونه‌شي.