ټرمپ: ټول امریکایي ځواکونه تر کرسمس له افغانستانه باسم

ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، غواړي ټول امریکایي ځواکونه تر کرسمس پورې چې د روان میلادي کال د ډسبمر ۲۵ ده، له افغانستانه وباسي.

ټرمپ دا خبره پرون په یوه ټویټ کې وکړه او ویې‌ویل، موږ باید پاتې ټول هغه لږ شمېر زړور سړي او ښځې چې په افغانستان کې خدمت کوي، تر کرسمس یا د مسیحیانو تر اختر پورې وباسو.

د سولې د هغه تړون له مخې چې امریکا د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره په قطر کې لاسلیک کړی، ټول امریکایي ځواکونه باید د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې یعنې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال تر نیمایي پورې له افغانستانه ووځي.

د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې چې ترهګرو ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا برید وکړي.

ولسمشر ټرمپ دغه ژمنه داسې مهال کوي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده. د نومبر تر درېیمې مخکې نظر شمېرنې ښیي چې نوموړی له خپل ډیموکرات سیال جوبایډن څخه وروسته دی.