کاپیسا کې ماین چاودنې یوه ښځه او دوه سړي ووژل

د افغانستان عمومي نقشه کې کاپيسا ولایت

کاپیسا کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یوې ماین چاودنې یوه ښځه او دوه سړي ووژل.

د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د تګاب ولسوالۍ خساچینې سیمه کې د دې کسانو پر موټر وشوه.

تګاب د کاپیسا له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې طالبان په‌کې فعاله حضور لري.

تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.