د ډونالډ ټرمپ سلاکار په کرونا ویروس اخته شوی

مېلر د ټرمپ یو نږدې سلاکار او د نوموړي د ویناوو لیکوال دی. 

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نږدې همکار په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د راپورونو له مخې د سټیفن مېلر د کرونا ازمیښت پرون د اکټوبر په شپږمه مثبت راووت.

مېلر د ټرمپ یو نږدې سلاکار او د نوموړي د ویناوو لیکوال دی.

د امریکا ولسمشر او د سپینې ماڼۍ یو شمېر نور کارکوونکي داسې مهال په کرونا اخته کېږي چې دغلته نږدې میاشت وروسته د نومبر په درېیمه ولسمشریزې ټاکنې کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کېلای مک ایناني چې خپله هم په کرونا اخته شوې ویلي، د ښاغلي مېلر روغتیایي وضعیت ښه دی.

ټاکل شوې نن د ډونالډ ټرمپ او جوبایډن مرستیالان یوه مناظره کې ګډون وکړي.

خپله د ټرمپ او بایډن راتلونکې دوه مناظرې د اکټوبر پنځلسمې او دوه ویشتمې ته پلان شوې دي.