دفاع وزارت: هلمند او کندهار کې موټربم بریدونه شنډ شوي

ارشیف

دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په هلمند او کندهار ولایتونو کې دوه موټر بم بریدونه مخکې له کېدو شنډ کړي دي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یو موټر بم تېره شپه د هلمند ګرشک کې د ملي اردو پر پوستې له برید مخکې له منځه وړل شوی چې درې سرتېري په کې ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په همدې شپه د کندهار معروف ولسوالۍ کې هم یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د سرحدي ځواکونو پوستې سره له چاودېدونکو توکو ډک موټر وجنګوي.

ویل شوي چې دغه موټربم هم له لرې واټنه ویشتل شوی چې چاودنه کې یې دوه سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

دوحه کې د سولې د خبرو له پیل سره په ولایتونو کې د تاوتریخوالي دا ډول پېښې ډېرې شوې دي.