محمد فرهاد عظیمي د بلخ والي شو

محمد فرهاد عظیمي

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یوه بیان کې تایید کړې چې د جمهوري ریاست د حکم له مخې محمد فرهاد عظیمي د محمد اسحق رهګذر پر ځای د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی.

ښاغلی عظیمي تر دې مخکې په قزاقستان کې د افغانستان سفیر و او پخوا یې په ولسي جرګه کې د بلخ استازیتوب کاوه.

د بلخ نوی والي د جمعیت اسلامي د ګوند د اجراییه رییس عطامحمد نور له نږدې کسانو ګڼل کیږي.