د لغمان د ولایتي شورا رییس او دوه ساتونکي یې چاودونه کې ټپیان شوي

ارشیف

د لغمان د ولایتي شورا رییس او دوه ساتونکي یې په یوه ماین چاودنه کې ټپیان شوي.

د دغه ولایت د مطبوعاتو ریاست په یوه بیان کې ویلي چې د ولایتي شورا د رییس عتیق الله عبدالرحیمزي په موټر باندې دا چاودنه سه شنبه مازیګر په قرغیو ولسوالۍ کې شوې ده.

د وروستیو معلوماتو له مخې ښاغلی عبدالرحیمزی او ساتونکي یې د ننګرهار روغتون ته انتقال شوي و چې اوس بېرته رخصت شوي.

دا په لغمان کې روانه اوونۍ دویمه چاودنه وه.

دوشنبه د لغمان د والي رحمت الله یارمل موټر او ساتونکي د یوه موټر بم هدف وګرځېدل.

په دې چاودنه کې د لغمان والي ژوندی ووت خو څلور ساتونکي او څلور ملکیان ووژل شول او د پوځیانو په شمول شاوخوا دېرش تنه نور ټپیان شول.

چا د دغو بریدونو مسئولیت نه دی منلی.