نن سیمرغ البرز او شاهین آسمایي سره سیالي لري 

شاهین آسمایي ټیم

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په ترڅ کې د سیمرغ البرز او شاهین آسمایي ټیمونه نن لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نننۍ مسابقه د ټولو ټیمونو د درېیمې مرحلې په ترڅ کې ترسره کېږي.

د دغې مرحلې په پیل کې پرون د طوفان هریرود د سپین غربازانو ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

طوفان هریرود د نهو امتیازونو په ګټلو سره د دوهم ګروپ په سر کې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

سپین غربازان ټیم هم د ۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره نیمه پایلوبې ته ووت.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د سپټمبرپه ۲۴ په کابل کې پیل شوي دي.