روسیه کې دوه ورونه د محرمو اسنادو د ورکولو په تور نیول شوي

رویټرز خبري آژانس د ایستونیا د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي په دې اړه روسیې ورسره رسمي تماس نه دی نیولی. 

روسي چارواکي وایي، یوسرتېری او د هغه ورور یې ګاونډي هېواد ایستونیا ته د دولتي محرمو اسنادو د ورکولو په تور نیولي دي.

د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي ادارې، اف اس بي پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دواړو تورنو کسانو لپاره جرمي دوسیه پرانیستل شوې خو په دې یې نورجزییات نه دي ورکړي.

دغه دواړه وروڼه چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي که مجرم وپېژندل شي، هریو به یې په شل شل کاله بند محکوم شي.

رویټرز خبري آژانس د ایستونیا د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي په دې اړه روسیې ورسره رسمي تماس نه دی نیولی.

ویل شوي چې د سرتېري ورور د ایستونیا د دایمي استوګنې اجازه لري.