د ۲۰۲۰م کال د نوبل د فزیک جایزه درېیو ساینسپوهانو ته ورکړل شوه.
دوی توانېدلي د تورو تشو یا بلک هولز په اړه په خپلو څېړنو سره د دې پدیدې په اړه نور معلومات رابرسېره کړي.
د یو میلیون او ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت دغه جایزه بریتانوي راجر پینروز، امریکايي راینهارد ګنزل او جرمنۍ مېرمن اندریا ګز ته ورکړل شوه.
د سویډن په ستاکهلم کې د نوبل جایزې کمېټې په فضا کې د تورو تشو یا بلک هولز په اړه د دغو ساینسپوهانو څېړنې د نړۍ له تیارو رازونو د پردې له پورته کېدو سره تشیبه کړي دي.
تورې تشې په فضا کې هغه محدودې دي چې شدیده جاذبه قوه لري او هر شی ځان ته ورکاږي، حتی نور هم د هغه له جاذبې قوې نهشي بچ کېدلی.