عبدالله عبدالله هند ته ورسېد

عبدالله عبدالله هند ته د رسېدو پر مهال

د افغانستان سولې ته د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د خپلولو په هدف د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نوې ډېلي ته ورسېد.

ښاغلی عبدالله به په دې څلور ورځني سفر کې د هندوستان له عالي رتبه چارواکو سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړي.

په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت شارژدافیر طاهر قادري ازادي راډیو ته وویل: "څرنګه چې هند د افغانستان د خلکو او دولت له اصلي شریکانو او ملاتړو دی، ډاکتر عبدالله په دې سفر کې د هغو مذاکرو په اړه چې په قطر کې روانې دي او د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا په اړه له هندي لوري سره خبرې کوي."

ښاغلی عبدالله به په هندوستان کې د دې هېواد له صدراعظم نرېندرا مودي او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني.

ښاغلی عبدالله تېره اوونۍ په درې ورځني سفر پاکستان ته هم تللی و او هلته‌یې له پاکستاني چارواکو سره کتنې د افغانستان د سولې په ګټه بللې وې.