د قطر امیر: افغانستان سره ګډې هڅې به د تلپاتې سولې او ثبات سبب شي

د قطر امیر او افغان ولسمشر لیدنه

د قطر امیر هیله ښوولې چې د افغانستان او قطر ګډې هڅې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات سبب شي.

جمهوري ریاست وايي د قطر امیر شېخ تمیم حمد بن ال ثاني دا خبره نن په دوحه کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وکړه.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د قطر امیر ویلي: "د دې وخت راغلی چې دواړه هېوادونه د دوه اړخیزه اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړي."

په قطر کې د سپټمبر له ۱۲مې د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي په خبرو بوخت دي، خو لا هم د اصلي مذاکرو پر کړنلار اختلافي ټکي حل شوي نه‌دي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون له کوېټ څخه قطر ته لاړ او ټاکل شوې د قطر له نورو چارواکو سره هم د افغانستان د سولې او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړي.