ملي امنیت کابل کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې

د ملي امنیت له لوري نیول شوې ۱۵ کسیزه شبکه

د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې د طالبانو د یوې ۱۵ کسیزه شبکه نیولې.

دغه ریاست نن سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې شبکې غړو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.

اعلامیه وايي، دغه کسان په څلور کسیزه او پنځه کسیزه ډلو وېشل کېدل او بیا یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو یا هم سیاسي څېرو د استوګنې او تګ راتګ لارې تثبیتولې چې تر اقدام مخکې ونیول شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.