قرغزستان: ټاکنو کمېسیون د پارلماني ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړې

اعتراض کوونکو ویل، په ټاکنو کې د درغلیو له لارې هغه ګوندونه ګټونکي شوي چې له نظام سره نږدې اړیکې لري.

د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمیسیون د تېرې یکشنبې پارلماني ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړې.

له دې سره د زرګونو اعتراض کوونکو هغه غوښتنه پرځای شوه، چې لارو سړکونو ته راوتلي وو او ځینې دولتي ودانۍ یې نیولې وې.

اعتراض کوونکو ویل، په ټاکنو کې د درغلیو له لارې هغه ګوندونه ګټونکي شوي چې له نظام سره نږدې اړیکې لري.

د ولسمشر سورونبای جینبیکوف دفتر نن تر دې مخکې ویلي وو، چې ولسمشر پر دغه هېواد بشپړ کنټرول لري، خو د ده خپل ځای ځایګي په اړه یې څه نه وو ویلي.

ولسمشر جینبیکوف نن په یوه جلا اعلامیه کې د پارلماني ټاکنو د رایو له باطلېدو سره رضایت ښوولی و او له سیاسي مخالفانو یې غوښتنه کړې وه، چې ناکراري ختمه کړي.

دغه ټاکنې د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو خپلولو لپاره شوې وې.