د هندستان د کرکټ غوره لیګ (ايپياېل) سیالیو په لړ کې نن ماښام راجستان رایلز او ممبی اینډینز لوبډلې د یو بل په وړاندې لوبېږي.
دا لوبه د ابوظبي په شېخ زايد نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا ډېلي رایل چلنجرز، بنګلور لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
ډېلي د لومړۍ توپ وهنې په کولو مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۷ منډو هدف ورکړ، خو د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ بنګلور لوبډله ونهتوانېده چې یاد هدف پوره کړي.
دغې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې.
ډېلي د دې لوبې په ګټلو سره د روانو سیالیو د نمرو د جدول د سر ځای خپل کړ.
دې لوبډلې په روانو سیالیو کې تر دې دمه ۵ لوبې کړي چې څلور يې ګټلي او اته نمرې لري.
پنجاب لوبډله بیا د نمرو د جدول په اخر کې ځای لري.