افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر په هرات کې څه باندې زر ممیز خونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې، د شیدې ټولولو پنځه مرکزونه او د اوبو لګولو یوه شبکه چې کارونهیې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو وې، پرانیستې دي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې انوارالحق احدي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د هرات له سوداګرو سره په کتنه کې د هرات د محصولاتو د صادراتو او ورته د بازار موندنې لپاره د زمینو برابرولو ژمنه هم کړې ده.
نوموړي وویل، د کرنې وزارت د افغاني محصولاتو د بازار موندنې لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې نندارتونونه جوړ کړي او له دې لارې هڅه کوي چې افغاني محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.