جرمني له افغانستان سره ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ مرسته کوي

جرمني له افغانستان سره پراختیایي همکاریو ته دوام ورکوي.

د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) له افغانستان سره ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ مرستې اعلان کړی.

د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې په مالي او تخنیکي برخو کې لګول کېږي.

د نوموړي په خبره، دغه مرستې په بروکسل کې د شویو ژمنو په اساس ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: "د دغه اصولو پر بنسټ، جرمني د ځان بسیاینې په لاره کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي، دغه هېواد تمه لري چې د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې خوندي شي."

د ښاغلي مسجدي په خبره، د اقتصادي همکاریو په برخه کې د جرمني ډولت سکرټر مارټین ییګر نن په دې اړه په یو وېډیویي کنفرانس کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د مالیې وزارت وايي، جرمني د افغانستان یو له لویو اقتصادي تمویلوونکو شمېرل کېږي او له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته‌یې د افغانستان په بیارغونه کې بنسټیز رول لوبولی دی.