خلیلزاد: امریکا به د افغانستان جګړو کې د کموالي راوستو لپاره فشار راوړي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې تشدد خورا زیات شوی، خو زلمی خلیلزاد ټینګار کوي چې امریکا به د افغانستان په جګړو کې د پام وړ کموالي د راوستو لپاره فشار راوړي.

ښاغلي خلیلزاد په قطر کې له ولسمشر اشرف غني سره تر کتنې وروسته پر ټویټر د پیغامونو په لړۍ کې لیکلي دي چې په جګړو کې د پام وړ کموالی د انسانانو ژوند خوندي کوي، اعتماد زیاتوي، د سولې لپاره ملاتړ پراخوي او له مرکچي پلاوو سره مرسته کوي چې په خبرو کې پرمختګ وکړي.

خلیلزاد ویلي چې متحده ایالات د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې ملاتړ کوي او له نورو هېوادونو په تېره د افغانستان له ګاونډیانو غواړي چې همدا کار وکړي.

ولسمشر اشرف غني پرون کوېټ او له هغه ځایه قطر ته ولاړ او هلته‌یې د قطر له مشرانو، خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره وکتل.