عبدالله عبدالله نن هند ته ځي

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

ټاکل شوې ده د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په څلور ورځني سفر هند ته لاړ شي.

د دې سفر هدف د سولې لپاره د سیمه‌یېزې اجماع په برخه کې د هند ملاتړ جلبول، بلل شوی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ماښام نوې ډېلي ته د عبدالله عبدالله سفر ډېر مهم وباله.

ښاغلی خوځون وايي: "د افغانستان د سولې په پروسه کې د هند جمهوري رول مهم دی. د ملي مصالحې عالي شورا رئیس هڅه کوي چې د افغانستان د سولې لپاره او د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې په سیمه کې د ټولو هېوادونو ملاتړ جلب کړي."

عبدالله عبدالله به په هندوستان کې د دې هېواد له صدراعظم نرېندرا مودي او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني.

تر دې مخکې ښاغلي عبدالله تېره اوونۍ په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی وو او هلته‌یې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته د افغانستان د سولې لپاره اغېزناک او رغنده وبلل.