د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترهکی چې د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې په ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی و نن سهار وختي د ننګرهار په یو روغتون کې ساه ورکړه.
تره کی له هماغې جمعې ورځې راهیسې په کوما کې و.
ډاکترانو او د تره کي مینه والو د هغه روغتیايي وضعیت نازک ښودلی و.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دې ادارې مشرتابه او ټول کارکوونکي د نجيب ترهکي مړينه يوه ستره او نهجبرانېدونکې ضايعه بولي.
د افغانستان د کرکټ دا ځوان ملي لوبغاړی چې ډېری وخت یې په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کاوه په ۲۰۱۴ کې نړیوال کرکټ ته راغی.
لومړی شل اوریزه لوبه یې د بنګله دیش خلاف وه او په ۲۰۱۹ کې یې وروستۍ لوبه هم د بنګله دیش خلاف وکړه.
د افغانستان لپاره یې په ۱۲ شل اوریزه سیالیو کې برخه اخیستې وه چې ټولې منډې یې ۲۵۸ منډې وې.
په یوه لوبه کې یې تر ټولو زیاتې منډې ۹۰ وې.
۲۱ څلوریزې او ۱۳ یې شپږیزې وهلې وې.
دی د افغانستان اوپننګ یا پیلییز توپ وهونکی وو.