د فوټبال غوره لیګ؛ طوفان هریرود او سپین غر بازان نن لوبه کوي

طوفان هریرود او سپین غر بازان

ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو پر مهال نن طوفان هریرود او سپین غر بازانو ترمنځ لوبه وشي.

نننۍ لوبه د روان کال په لیګ کې نهمه لوبه ده چې د کابل د فوټبال فدراسیون‌یې کوربه دی.

په پرونۍ (د تلې ۱۴مه) لوبه کې سیمرغ البرز او د میوند اتلان یو-یو مساوي پاته شول.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتو ټيمونو د دې هېواد له اتو حوزو ګډون کړی.

دا د فټبال نهم لیګ دی چې د نهو کلونو پر مهال کېږي.

تېر کال طوفان هریرود ټيم د دې لیګ اتل شوی و.