د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړه دوام لري

د اذربایجان دفاع وزارت وویل چې ارمني ځواکونو دوهمه ورځ هم پر اذري ښار ګانکا د توغندیو حملو ته دوام ورکړ.  

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ سیمه کې جګړه دوام لري.

په داسې حال کې چې دواړه لوري پر لویو ښارو توغندي اوروي، د ملکیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

ارمني نژاده جلا غوښتونکو ځواکونو په قره باغ سیمه کې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په پنځمه نېټه پر سرحدي سیمه د جګړې راپورونه ورکړل چې د دې هېواد سیمه ییز مرکزي ښار ستيپاناکرت څلور ورځې دوامداره له د توپخانې له حملو سره مخامخ دی.

د اذربایجان دفاع وزارت وویل چې ارمني ځواکونو دوهمه ورځ هم پر اذري ښار ګانکا د توغندیو حملو ته دوام ورکړ.

ارمنستان پر اذري ښارونو د حملو خبره رد کړې خو د نګورنو قره باغ مشر ارایېک هاروتیونیان وویل چې د ده ځواکونو په ګانکا کې یوه پوځي اډه په نښه کړې او وروسته ده د حملې درولو امر وکړ چې د ملکیانو د تلفاتو مخه ونیول شي.

ارمنستان او اذربایجان دواړو پر یو بل تورونه پوري کړي چې ملکیان په نښه کوي.

دواړو لوریو د جګړې له پیل راهیسې د شپېتو ملکیانو په ګډون ۲۴۴ مړینې راپور کړي.

د نړۍ مشرانو له دواړو لوریو د اوربند غوښتنه کړې او ارمنستان ویلي چې د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې د سولې خبرو ته چمتو دی.

ارمنستان او اذربایجان د شوروي اتحاد له وختو د نګورنو قره باغ سیمې پر سره له یو بل سره مخالفت لري.

دواړو هېوادونو په ۱۹۹۴میلادي کال کې له یو بل سره د همدې سیمې پر سر جګړه وکړه چې په پای کې اوربند وشو خو په دې جګړه کې تر دېرش زره زیات کسان ووژل شول او سلګونو زره نور بې ځایه شول.