د هپټایټس سي ویروس کشف کوونکي د نوبل د طب جایزې ګټونکي شول

د نوبل جایزې ګټونکي

د هپټایټس سي ویروس د کشفولو له کبله دوه امریکايي او یو بریتانوی د نوبل د طب یا فزیولوژۍ جایزې ګټونکي شول.

امریکايي هاروي الټر، چارلز رایس او بریتانوی مایکل هاوټون نن د یو میلیون او یو لک ډالرو په ارزښت نقدي جایزې خپلې کړې.

د نوبل کمېټې ویلي، دغه درې ساینس‌پوهان د دې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مهم رول لوبولی دی.

هپټایټس سي چې د سیروز او د سږو سرطان سبب کېږي، په نړۍ کې په ځینو کسانو کې پیدا کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې په نړۍ کې د هپټایټس سي ۷۰ میلیونه پېښې شته چې هر کال‌یې له کبله څلور لکه کسان مري.